Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په بلخ کې ډاکټران د کووېډ نولس ناروغان پلټي

په بلخ کې د کورونا ویروس له خپرېدو سره هم مهاله، په دغه ولایت کې د روغتیا چارواکي وايي د کورونا ویروس د مثبتو پېښو د په ګوته کولو لپاره د پلټنې ډلې فعالیتونو له پراختیا خبر ورکوي.

د بلخ د عامې روغتیا ریاست سرپرست نظام الدین جلیل وايي چې دغه ډله، د کووېډ نولس ناروغان پيدا او هغوی ته لازمې لارښوونکې او سپارښتنې کوي.

د هغه په وینا، د دغې ډلې د کار په پایله کې، د دوه اوونیو په لړ کې، په بلخ کې د کووېډ نولس ناروغۍ د بېرته روغو شویو کسانو شمېر له لسو تنو ۲۵ تنو ته رسېدلی دی.

ښاغلي جلیل په دې اړه وویل:«له نېکه مرغه زموږ د رغېدلو شمېر چې د اوږدوې مودې لپاره ۱۰ تنه پاتې وو ۲۵ تنو ته لوړ شو.»

دا د مزار شریف د بوعلي سینای بلخې په حوزوي روغتون  کې د کووېډ ۱۹ ناروغانو د درملنې او هغوی ته د ځواب ورکولو مرکز دی. دا مرکز په بلخ کې د کورونا ویروس په پراخېدو سره جوړ شوی دی څو د کووېډ ۱۹ ناروغانو لپاره د درملني خدمتونه وړاندې کړي.

 د مزار شریف د بو علي سینا بلخي د حوزوي روغتون مسوول غوث‌الدین انوري وايي:«دم ګړۍ زموږ پنځه ډلې په ساحه کې دي پرېکړه شوې ده چې د هغوی هر یو کابو شل تنو ته چې مثبت اعلان شوي، ولاړ کورنۍ یې پیدا کړي او له هغوی سره چې هغه لارښود دی خبرې وکړي او هغوی ته اړینې سپارښتنې وکړي.»

د بوعلي سینا په روغتون کې له دغه مرکز نه په کووېډ نولس ناروغۍ پورې ټول اړوند فعالیتونه همغږي کېږي. د  تشخیص ډلې؛ د بلخ ولایت په بېلابېلو سیمو کې د کووېډ ۱۹ ناروغان همدلته تشخیص کوي او له هغوی سره د مرستې اقدام کوي.

ډاکټره شبنم په دې اړه وویل:«هغه کسان چې اخته دي او ټسټونه یې مثبت دي له هغوی سره اړیکه نیسو او هغوی ته لارښونه کوو.»

د کووېډ ۱۹ ناروغانو د تشخیض د کېټونو کموالی، د روغتیایي وسایلو کموالی او پر کورونا ویروس د شکمنو اخته کسانو د پایلو ځنډېدل په بلخ کې د عامې روغتیا له ستونزو دي.

د بلخ ولایت ځينې اوسېدونکي وایي چې په دغه ولایت کې روغتیایي مرکزونه د ساتنې او مراقبت او د روغتیا وزارت له لوري د مدیریت او څارنې له ستونزو سره مخ دي او له همدې امله د فردي روغتیا پر په پام کې نیولو ټينګار کوي.

د مزار شریف اوسېدونکی نوید وايي:«موږ باید روغتیايي سپارښتنې مراعات کړو چې زموږ روغتیا له ګواښ سره مخ نه شي.»

د مزار شریف بله اوسېدونکې شکریه هم په دې اړه زیاتوي:«له کوچنیو وسایلو کولای شو د خپلې روغتیا د ساتنې لپاره استفاده وکړو  مثلاً ماغوګان او ماسک.»

خو د بلخ د روغتیا مسوولان خبرداری ورکوي چې که خلک په کورونو کې پاتې نه شي او روغتیایي لارښوونې په پام کې ونه نیسي . کورونا ویروس به لا پسې خپور شي او د ډاکټرانو لپاره به د کووېډ نولس ناروغان درملنه ګرانه شي.

شریک یي کړئ