Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په هېواد کې د کورونا د مثبتو پېښو شمېر ۹۰۶ ته لوړ شو

د عامې ورغتیا وزارت نن (جمعه د وري په ۲۹مه) په ټول هېواد کې د ۶۶ نویو مثبتو پېښو له ثبتېدو خبر ورکړ چې ډېری یې په کابل کې دي.

د دغو پېښو له ثبتېدو سره، په هېواد کې په کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۹۰۶ تنو ته ورسېد.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي چې دغه پېښې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۴۶۵ شکمنو کسانو معاینانو وروسته اعلان شوې دي.

د هغه په وینا، د ۶۶ نویو مثبتو پېښو له ډلې ۲۶ په کابل، ۱۵ کندهار، شپږ په بلخ، پنځه په کندوز، پنځه په هرات، څلور په هلمند، درې په لغمان، یوه په ننګرهار او یوه پېښه هم په کونړ کې ثبت شوې ده.

ښاغلي مایار وویل چې تېره ورځ ۴۵ ناروغان (۴۳ په هرات، یو په غور او یوه هم کندهار) کې تر درملنې وروسته جوړ شوي دي چې له دې شمېر سره په ټول هېواد کې د روغ شویو کسانو شمېر ۹۹ ته رسېږي.

د عامې روغتیا وزارت په وینا، د هېواد لابراتوارونه په یوه ورځ کې د ۶۰۰ سمپلونو د معاینې وړتیا لري.

په نړۍ کې د کورونا د مثبتو پېښو شمېر څه باندې دوه مېلیونه او ۱۵۹ زرو ته رسېدلی دی.

شریک یي کړئ