Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په هېواد کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې ۱۱ زره ۸۳۱ ته ورسېدې

د عامې روغتیا وزارت لخوا طلوع نیوز ته ورکړې شمېرې ښيي چې له دغو نږدې ۱۲ زره ناروغانو څخه یې سم نیمايي په تېرو ۱۲ ورځو کې کورونا نیولي دي.

د عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکړی چې کورونا ویروس ورځ تر بلې په خورېدو ده او پر وړاندې به یې هر ډول بې غوري بدې پایلې ولري.

په افغانستان کې د کورونا ویروس له خپرېدو کابو درې میاشتې تېرېږي او په دې موده کې د دغه ویروس د مثبتو بېلګو شېیر ۱۱۸۳۰ تنو ته رسېدلې دي.

په تېرو دوولسو ورځو کې په کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر

ورځ          نېټه                       شمېر
جمعه       د غوايي  ۲۶       ۴۱۴
شنبې       د غوايي ۲۷       ۳۴۹  
یکشنبې     د غوايي ۲۸       ۲۶۲
دوشنبې     د غوايي ۲۹       ۴۰۸
سه شنبې    د غوايي ۳۰      ۵۸۱
چهارشنبې  د غوايي ۳۱       ۴۹۲
پنج شنبې   د غبرګولي ۱      ۵۳۱
جمعه      د غبرګولي ۲       ۵۴۲
شنبې       د غبرګولي ۳       ۷۸۲
یکشنبې    د غبرګولي  ۴       ۵۸۴
دوشنبې    د غبرګولي ۵       ۵۹۱
سه شنبې   د غبرګولي ۶       ۶۵۸  

په تېرو دوو اونیو کې ۴۴۴ تنه روغ شوي خو له ۲۲۰ تنو چې تراوسه د کووېډ نولس ناروغۍ له امله مړه شوي کابو سل تنه یې په تېرو لسو ورځو کې ساه ورکړې ده.

له دې سره سره په افغانستان کې کورونا ویروس لاپراخېږي.

له بلخوا روغتیا وزارت خبرداری ورکړ چې هېواد د سختو ورځو په لور روان دی او هېوادوال باید د دغه ویروس په وړاندې بې پامي ونه کړي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار وايي:«»

په افغانستان کې د کورونا ویروس د خپرېدو په لړ کې حکومت هڅه کوي په تدریجي توګه پر ګرځ بندیز محدودیت لیرې کړي، خو د عامې روغتیا وزارت ویلي په دې کار سره به د ناروغانو شمېر زیات شي.

شریک یي کړئ