Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

څېړنې: ایران کې د کرونا ویروس له کبله د ۵،۴ میلیون مړینې امکان

د کرونا ویروس خپرېدا او زیانونو په تړاو د خپرې شوې څېړنې له مخې ښايي په ایران کې ۵،۴ میلیونه کسان د یاد ویروس له کبله مړه شي.

دغه څېړنه چې د ایران شریف صنعتي پوهنتون لخوا ترسره شوې ده، په کې د کرونا ویروس پر وړاندې د تابیاوو نه نیولو په تړاو خبرداری ورکړل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې سې‎شنبې د کب په ۲۷مه نېټه ایران کې د کوید نوولس ناروغۍ له کبله د نېږدې زرو کسانو مړینه تایید شوې وه. په همدې ډول ایران کې تر تېرې ورځې د اخته کسانو شمېر له ۱۶ زرو اوښتی وو.

په همدې حال کې ایراني چارواکي تورن شوي دي چې په لومړیو ورځو کې یې ایران کې د کووید نوولس ویروس پېښې پټې ساتلې وې.

د روغتیا نړیوال بنسټ وايي چې ایران کې د کرونا ویروس د ټولو پېښو نه تشخیص له کبله ښایې مثبتې پېښې له دې هم زیاتې وي.

له بلې خوا ایران وايي پر دغه هېواد د امریکا متحده ایالاتو لخوا لګول شوي بندیزونه لامل شوي چې د کرونا ویروس ضد درمل او اړین توکي دغه هېواد ته ونه رسیږي. خو امریکا وايي چې پر ایران یې بندیزونو کې درمل نه دي شامل.

بل لور ته د امریکا او چین ترمنځ د کرونا ویروس سرچینې په تړاو جنجالونه راپورته شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو د کرونا ویروس ته د ووهان ویروس بولي:«پوهېږئ چې د ټرمپ اداره د ووهان ویروس او د امریکا د خلکو ساتنې لپاره ډېره انرژۍ لګوي. د بهرنیو چارووزارت په لوړه کچه دغه ماموریت کې ښکېل دی.»

د مایک پومپیو د خبرو په ځواب کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ګنګ شوانګ دا خبرې د چین داغداره کولو په موخه بولي:« په وروستیو کې امریکايي سیاستوالو د کرونا ویروس له چین سره تړلی دی څو چین ته بې احترامي وکړي. موږ له دې کار سره سخت مخالفت څرګندوو. د روغتیا نړیوال بنسټ سیمو او هېوادونو ته د بې احترامۍ په موخه د دغه ویروس تړلو سره مخال دي. موږ له امریکا غواړو چې خپله تېروتنه اصلاح او چین باندې دې بې بنسټه تور نه لګوي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چین د کرونا ویروس په تړاو پر پټکاریو تورنوي او وايي چې دغه هېواد د کرونا ویروس لومړۍ پېښه پټه کړې وه:«پوهېږو هغه حکومت چې لومړۍ د کرونا ویروس په تړاو پوه شو چین وو، دوی مسوولیت درلود چې ستونزه لري او دا یو متفاوت او لوی ګواښ دی، خو کله چې ویروس ټول چین کې خپور شو، د نړۍ خلکو لپاره یې ډېر وخت ونیوو چې له دې ویروسه خبر شي. موږ به په دې تړاو هغه مهال اقدام وکړو چې وخت یې مناسب وي.»

خو چین وايي چې امریکا باید د کرونا ویروس په کارونې سره د نړۍ هېوادونو په ځانګړې توګه زیان ورسوي.

د روغتیا نړیوال بنسټ د کرونا ویروس ناروغي د کووید نوولس په نامه یاده کړې چې مانا یې د کرونا ویروس ناروغي ۲۰۱۹ ده. د دغه کار موخه دا ده چې دا ویروس پر هېڅ هېواد او سیمې پورې تړاو ونه لري او دا چې د چین په تړاو د نژاد پالنې او د دغه هېواد د داغداره کولو مخنیوی وشي.

ایراني چارواکي په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدا لومړیو ورځو کې د پېښو په تړاو پرپټکاریو تورن شوي دي

شریک یي کړئ