Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ډاکټرانو سره پر دوه ګوني چلند د افغان-جاپان روغتون د رییس تورنېدل

په کابل کې د افغان - جاپان روغتون ځينې ډاکټران د دغه روغتون رییس په دوه ګوني چلند تورن وي.
 
دغه ډاکټران وايي د دې سربېره چې څلور میاشتې مخکې له ازموینې وروسته ګومارل شوي، خو د دغه روغتون نوی رییس اوس له هغوی غوښتي چې د کار د دوام لپاره یوځل بیا ازموینه ورکړي.

د دغو ډاکټرانو په وینا، کابو ۳۰۰ ډاکټران، روغتیاپالان او کارګران په دغه روغتون کې له بې خلیک حالت سره مخ دي.

ډاکټر قند آغا حسن په دې اړه وايي:«یوه پلمه یې جوړه کړې چې د کورونا بودیجه یې خپل جېب ته ولاړه شي او یا هم ازموینه واخلي چې خپل کسان ځای پر ځای کړي.»

بل ډاکټر اجمل اتل هم وویل:«یو ځل ازموینه اخیستل شوې ولې بیا ازموینه اخلي؟ دا ډاکټرانو ته ستر سپکاوی دی.»

بل خوا ځينې ډاکټران چې په دغه روغتون کې د کووېډ نولس ناروغانو د مراقبت په برخه کې کار کوي وایي چې د دغه روغتون د رییس په امر شپه مهال  له شپغالو واېستل شول.
 
ډاکټره مژګان نهضت په دې اړه څرګندوي:«په شپغالي کې ۱۷ تنه نجونې او نرسانې وو د شپې لس بجې، حیران پاتې شوو چې چېرته ولاړ شوږ هغه کسان چې له ولایتونو راغلي ووو خوارکیانو څه کړي وای.»

د افغان جاپان روغتون کارګر مهراب الدین وايي:«زه راغلم او په دغه روغتون کې مې کار وکړ او زما له طریقه کورنۍ مې په کورونا اخته شوه.»

بل خوا د استقلال روغتون ډاکټران پر هغه څه چې په دغه روغتون کې یې د کووېډ نولس ناروغانو د برخې د ډاکټرانو لپاره د عامې روغتیا وزارت د ژمنو نه عملي کېدل بولي نیوکه کوي.
 
د استقلال روغتون یو تن ډاکټر محمد اکرم وايي:«د کورونا امتیازات د دولت له خوا تعیین شوي، بودیجه ورته ځانګړې شوې، نړیوال بانک مرسته کړې، بهرنۍ مرستې ورته راغلې دي.»
 
د دغه روغتون بل ډاکټر عتیق الله هم څرګندوي:«په دغو پنځو میاشتو کې هغه ژمنې چې د عامې روغتیا وزارت له خوا شوي دي، عملي شوي نه دي او تراوسه یې موږ ته معاش نه دی راکړی. د ورځې ۳۰۰ افغانۍ د ډوډۍ پیسې کېږي هغه یې هم نه دي راکړي.» 

له دې سره سم د پلټنې ادارې رییسه هم په عامې روغتیا وزارت کې د مدیریتي ستونزو خبره کوی.
 
د پلټنې د ادارې رییسه غزال حارس زیاتوي:«له بدغه مرغه د افغانستان روغتیا سکټور په تېرو کلونو کې او اوس هم له کمزوري مدیریت سره مخ دی، هغه هم له جدي کمزورتیا سره.»

د پلټنې د ادارې شمېري ښيي چې د عامې روغتیا وزارت په افغان جاپان او محمد علي جناح روغتونونو کې د کارکوونکو کره شمېر نه لري او دغه راز ولایتونو ته د لېږل شویو ونټېلاټورونو په شمېرو کې هم تناقض لیدل کېږي.

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ عمومي رییس عبدالقدیر قدیر په دې اړه داسې څرګندونې لري:«نه یې ردوو، شونې ده داسې کسان وي، ادارې وي چې په فساد اخته وي.»

د افغان - جاپان روغتون ځينې ښځينه ډاکټرانې چې د کووېډ نولس ناروغانو د مراقبت په برخه کې کار کوي وایي چې د دغه روغتون د رییس په امر شپه مهال له شپغالو واېستل شول.

شریک یي کړئ