Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کرونا ویروس؛ حکومت په سلګونه بندیان ازادوي

هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو د زیاتوالي په لړ کې، ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان کړی چې ټاکل شوې ده ځينې بندیان له بندخونو ازاد کړل شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې وايي چې مسوول بنسټونه باید تر راتلوونکو ۲۴ ساعتونو د دغو بندیانو د ازادولو لپاره طرحه چمتو کړي.

ورته مهال د بندخونو د چارو د تنظیم عمومي رییس احمد راشد طوطاخېل وايي چې دغه پرېکړه نن په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسمشر په حضور کې یوې غونډه کې ونیول شوه.

د طوطاخېل په وینا، د طالبانو بندیان او هغه کسان چې کورني او بهرني امنیتي جرمونه یې ترسره کړي په دغه بهیر کې نه شاملېږي.

هغه زیاته کړه:«هغه شمېر بندیان چې ټاکل شوې ده د بیړني حالت په پار ازاد شي. باید کټګوري ولري، چې د امنیت له پلوه په ټولنه کې بله ستونزه رامنځته نه کړي. طالبان او هغه کسان چې په ټول کې د کورني او بهرني امنیتي جرمونو لامل شوي دي شامل نه دي.»

ورته مهال لویه څارنوالۍ وايي چې دغه بهیر په رڼه توګه به ترسره شي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي په دې اړه څرګندوي:«کار په جدي توګه روان دی چې موږ وکړای شو خپل دا اقدام په نظام من او قانوني توګه ترسره کړو.»

تراوسه په هېواد کې د کرونا ویروس ۴۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او همدارنګه یو تن ساه ورکړې ده.

شریک یي کړئ