د هېواد د عامې روغتیا وزارت تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه د کرونا وروس د ۴۹۲ پېښو له ثبت خبر ورکوي.
د یاد وزارت د شمېرو له مخې چې نن(چهارشنبه د غويي په ۳۱مه نېټه) یې خپرې کړې، هېواد کې د کرونا ویروس ټولې مثبتې پېښې ۸۱۴۵ ته ورسېدې.
دا په داسې حال کې ده چې هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې مخ په زیاتېدو دي.
تېره ورځ نېږدې شپږ سوه تازه پېښې ثبت شوې وې.
د عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي چې که خلک روغتیايي تابیاوې په پام کې ونه نیسي او په کورنو کې پاتې نشي، ښایې دا ناروغي لا پراخه شي.
په دې اړه مو اندونه