Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کرونا ویروس؛ هرات کې په نشو د زرګونو روږدو کسانو په تړاو اندېښنه

هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو سره هرات ولایت کې د زرګونو تنو په نشو روږدو کسانو ترمنځ او له دوی نه نورو کسانو ته د یاد ویروس خپرېدو په تړاو اندېښنې راپورته شوې دي.

ځینې یې وايي چې هېڅ ډول روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی نلري او ځیې یې ناروغ هم دي.

په نشې روږدی کس، حکمت الله څرګندوي:«د شپې لخوا نېږدې دوه سوه او یا هم کم کسان سره راټولیږو او خپله نشته کوو.»

همداراز بل روږدی کس، غلام فاروق زیاتوي:«چا موږ ته پام نه دی کړی، نه دستکش او نه هم بله کومه مرسته موږ سره نه ده شوې.»

په همدې حال کې د هرات ولایتي شورا د کرونا ویروس پراختیا کې د وږدو کسانو ونډه د  اندېښنې وړ بولي.

د ولایتي شورا غړی، وکیل احمد کرخي زیاتوي:«د هرات په کچه د اخته کسانو شمېر زیات شوی، په داسې حال کې چې کرونا ویروس هم مخ په زیاتېدو دی، او ورته پام نه کیږي.»

په همدې حال کې د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د روږدو کسانو راټولنې او درملنې لپاره ۱۴ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي.

د هرات د والي ویاند، جیلاني فرهاد په دې اړه څرګندوي:«پر سرکونو د روږدو کسانو درملنې لپاره مالي سرچینې په پام کې نیول شوې دي، او تاسې به نېږدې ورځو کې د دوی راټولونې او درملنې شاهد ووسئ.»

د چارواکو په خبره اوس  مهال هرات کې د اووه سوو روږدو کسانو د راټولونې بهیر پیل شوی دی.

د هرات ولایت د عامې روغتیا مرستیال، محمد اصف کبیر زیاتوي:«دهرات په کچه موږ د ۷ سوو روږدو کسانو لپاره چمتووالی نیولی دی، او د ۱۴ میلیونو له ډلې ورته بودجه ځانګړې شوې ده.»

د رسمي شمېرو له مخې په هرات ولایت کې له اویا زرو ډېر په نشو روږدي کسان دې ولایت کې ژوند کوي چې ډېری یې د  اوسېدو لپاره ځای نلري.

شریک یي کړئ