د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله ۴ تنه مړه شوي دي او ۱۱۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د یاد وزارت د مالوماتو له مخې چې نن(چهارشنبې د زمري په لومړۍ نېټه) یې له رسنیو سره شریکې کړې دي ښیې چې اعلان شوې شمېرې د ۳۷۷ مشکوکو کتل شویو نښو پایله ده.
د کرونا ویروس د تازه پېښو له ثبت سره هېواد کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۵ زره او ۷۲۷ ته ورسید.
تېره شپه ورځ کې ۱۶۸ تنه د کوویډ۱۹ناروغان روغ شوي هم دي.
رویدادهای مثبت ویروس کرونا در یک شبانه روز گذشته در ولایتهای کابل (۴۳)، هرات (۳۲)، غور (۲۰)، ننگرهار (۱)، بادغیس (۳)، غزنی (۷)، لغمان (۵) و کنر (۱)، ثبت شدهاست.
دتازه پېښو له ډلې کابل کې (۴۳)، هرات (۳۲)، غور(۲۰)، ننګرهار کې(۱)، بادغیس (۳)، غزني (۷)، لغمان کې(۵)، او کنړ کې هم (۱) پېښه ثبت شوې.