Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کرونا ویروس له خپرېدو وروسته هېواد کې د خوراکي توکو د بیې لوړوالی

د سې شنبې په ورځ (د کب په ۲۷مه) ځينې هېوادوال هغه سوداګر چې په هېواد کې د کرونا ویروس له ګواښه په استفادې، په ګران پلورۍ لاس پورې کړی په ظلم تورن وي او له حکومته غواړي چې له دغو سوداګرو سره قانوني چلند وکړي.

اشرف غني وايي چې پولې به د توکو د وارداتو لپاره به په ۲۴ ساعته توګه پرانیستي وي.

دوه ورځې کېږي په کابل کې د خوراکي توکو بازارونه د خلکو د پراخ حضور شاهد دی، خو د کرونا ویروس وېرې او ګواښ او د خوراکي توکو د زیرمه کولو لپاره د خلکو اړتیا، ګران پلورنې او احتکار ته یې زمینه برابره کړې ده.

د کابل اوسېدونکی حاجي خطیب په دې اړه وویل:«دا څه ډول دولت دی وايي چې کنټرول وو یې کنټرول بې ګټې دی، راځي له هټۍ والو ژمنه اخلي چې ګران پلورنه ونه کړي کله چې سوداګر بل غواړي وايي چې بل نه لرم تا سوداګر څه ټول وپلورل.»

د کابل بل اوسېدونکی نعیم قریشي وايي:«اوس نرخونه لږ کنټرول شوي ۱۹۰۰او ۲۰۰۰ ته رسېدلی، کله چې کنټرولران له سیمې لیرې شي هر څوک په خپل زړه پلوري.»

که څه هم مسوولو بنسټونو د بازار د اداره کولو لپاره هڅې پیل کړي، خو داسې ښکاري چې دغو هڅو د خوراکي توکو پر بیې اغېزه نه ده کړې.

ځينو کابل مېشتو د هغه څه په اړه چې د سوداګرو له خوا ګران پلورنه او احتکار یې ګڼي، د کابل ښاروالۍ په وړاندې اعتراض وکړ.

کابل مېشتی شهرام رحماني وویل:«که چېرې کرونا نن موږ ونه وژني ډاډمن واوسئ چې لوږه به موږ ووژني.»

د بازار په هغه ازاد نظام کې چې افغانستان کې حاکم دی، د دا ډول سوداګریزو فرصت غوښتونکو د مخنیوي لپاره د افغانستان د جزايي کوډ په اته سوه او اته سوه یوم او همدارنګه نهه سوه او نهه سوه او پنځم مادو کې ګران پلورنه او احتکار جرم ګڼل شوی دی.

حقوق پوه ارش شهیر پور وايي:«د ډېرې ګټې لپاره ګران پلورنه او یا هم د خلکو له رواني حالته ډېره ګټه جرم دی او د سزا په کوډ کې سزا یې وړاندوینه شوې ده.»

ورته مهال ولسمشر اشرف غني وايي چې په بازارونو کې د ثبات د رامنځته کولو لپاره حکم کړی چې ۲۴زره ټنه غنم له دولتي زیرمو اړمنو ته ووېشي.

هغه زیاتوی:«زه نن ۲۴ زره ټنه غنم د دولت له سټراټيزیکو زیرمو زیانمنو ته د وېش حکم صادر کړی، د افغانستان دولت همدارنګه پرېکړه کړې چې کابو زر واګونه غوړي چې د قانوني ستونزو له امله په شمالي بندرونو کې موجود وو، ډېر ژر د جریمې اجرات د پړاونو د کچ کولو اجازه ورکړل شوې او مارکېټونو ته وارد شي.»  
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي:«په مزارشریف کې یوازې ۱۵۰ واګونه اوړه دي چې خالي کېږي او هر واګن له ۱۵۰ ټنو څخه زیات اوړه لري، موږ په مزار کې اوه زره ټنه اوړه لرو.»

په دوه وروستیو ورځو کې په ځانګړې توګه کابل کې د خوراکي توکو بیه په بې مخینې توګه زیاته شوې ده لکه څرنګه چې د کابل په بازارونو کې د یوې بوجۍ اوړو بیه تر دوه زره او ۵۰۰ افغانیو پورې پلورل شوې ده.

در دو روز پسین به ویژه درکابل بهای مواد خوارکی به گونه کم پیشنه افزایش یافته است.

شریک یي کړئ