Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کورونا ویروس؛ هېواد کې ۹۶ مثبتې پېښې ثتب شوې دي

د عامې روغتیا وزارت نن (دوشنبې د وږي په۱۷مه) اعلان وکړ چې په تېرو څلروېشتو ساعتونو کې هېواد کې د کورونا ویروس ۹۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو پربنسټ، په تېره یوه شپه او ورځ کې، د کورونا ویروس ۴۷۸ شکمنې پېښې معاینه شوې دي.

د نویو مثبتو پېښو له ثبت سره، په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو ټولیز شمېر ۳۸ زره او ۴۹۴ ته رسېږي.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس مثبتې ۵۶ په بلخ، ۸ په کابل، ۷ په هرات، ۲ په کندهار، ۲ په ننګرهار، ۲ په بغلان، ۲ په دایکندي، ۷ په غزني، ۵ په غور، ۲ په هلمند او یوه هم په نیمروز کې  ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه ویروس له امله ۳ تنه مړه او ۴۷۸ تنه نور روغ شوي دي.

د کورونا ویروس له امله د مړو شویو کسانو شمېر یو زره او ۴۱۵ تنو ته او د روغو شویو کسانو شمېر هم ۳۰ زره او ۵۵۷ تنو ته رسېدلی دی.

په ټوله نړۍ کې ۲۷ مېلیونه او ۱۲۰ زره تنه په کووېډ نولس ناروغۍ اخته شوي او څه باندې ۸۸۳ زره تنه مړه شوي دي.

شریک یي کړئ