Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

۲۸۵تازه پېښې؛ هېواد کې د کووېډ نولس ناروغانو شمېر۴۶۸۷تنو ته ورسېد

د عامې روغتیا وزارت نن له غرمې مخکې په تېرو څلرویشت ساعتونو کې پر کووېډ نولس ناروغۍ د اخته کسانو شمېر اعلان کړ.

د دغو شمېرو پر بنسټ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کووېډ نولس ناروغۍ ۲۸۵ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا مرستیال وحید مجروح په دې اړه یوې خبري ناسته کې وویل، چې د دغو پېښو له ثبتېدو سره، په افغانستان کې پر کووېډ نولس ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۶۸۷ تنو ته ورسېد.

ښاغلي مجروح زیاته کړه چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کووېډ نولس دوه اخته کسان هم مړه شوي او ۱۶ تنه نور بېرته روغ شوي دي.

په افغانستان کې د کووېډ نولس ناروغۍ له امله د وژل شویو شمېر ۱۲۲ تنو او د بېرته روغو شویو شمېر ۵۷۴ تنو ته ورسېد.

کابل په افغانستان کې پر کووېډ نولس د اخته کسانو تر ټولو ډېر شمېر لري او له هغه وروسته د هرات او کندهار ولایتونه په ترتیب سره د دغه ویروس لوړې شمېرې لري.

ښاغلي مجروح ټينګار وکړ چې لاهم په افغانستان کې د کورونا ګواښ جدي دی او خلک باید دغه ګواښونه له پامه ونه غورځوي.

دا په داسې حال کې ده چې تراوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې څلور مېلیونه تنه په کورونا ویروس اخته شوي او کابو ۲۸۳ زره تنه هم مړه شوي دي. 

ښاغلي مجروح وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کووېډ نولس دوه اخته کسان هم مړه شوي او ۱۶ تنه نور بېرته روغ شوي دي.

شریک یي کړئ