محور
له طلوع نیور څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
محور: د افغانستان له اساسي قانونه د طالبانو تفسیر
د سولې د مرکچي پلاوی ځینې غړي او همدارنګه طالبانو ته ځينې نږدې سرچینې هم وايي چې د سولې مذاکراتو کې به د افغانستان د اساسي قانون په هکله بحث یو تر ټولو مهمو هغه وي.
په داسې حال کې چې طالبان د افغانستان اساسي قانون نه مني، د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی وایي چې د دواړو لوریو پلاویو تراوسه د اساسي قانون په هکله بحث نه دی؛ خو شونې ده په دغه پړاو کې پر دغه قانون هم بحث وشي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د پوهنتون استاد، نصرالله ستانکزی
د ولسي جرګې غړی، غلام حسین ناصري
پر اساسي قانون د څار کمېسیون منشي، محمدعارف حافظ