محور
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
محور: افغانستان کې سوله او امنیتي ستونزې
د امریکا د سولي انسټیټوت تازه راپور ښیي چې د سولې هوکړې وروسته د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د طالب جنګیالیو شاملول د افغانستان د رهبرۍ لپاره به یوه لویه ستونزه وي.
په دې راپور کې راغلي چې د سولې یوې هوکړې وروسته اړتیا ده چې په تخمیني توګه ۶۰ زره طالب جنګیالي او د دې ډلې زرګونه ملاتړي ځواکونه د دولتي ځواکونو په لیکو کې ګډ شي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د پوهنتون استاد، جیب محمود
د کورنیو چارو وزارت د عمومي ستراتیژۍ رییس، بسم الله تابان
د افغانستان د امریکا د سولې انستیتوت رییس، احسان ضیاء