محور
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
محور: د سولې خبرو کې د ښځو دریځ
د افغان سولې لپاره د ښځو اجماع په پنځلس مادهییز پرېکړهلیک کې د سولې په خبرو اترو کې خپل دریځ اعلان کړ.
د افغان سولې لپاره د ښځو د اجماع غونډه، د پنجشنبې په ورځ (د کب په ۹ مه) د افغانستان له ګوټ ګوټ نه ۷۰۰ ښځو له حضور سره د لویې جرګې په خېمه کې جوړه شوه، خو د هغه پرېکړهلیک نن اعلان شو.
دغه مېرمنې وايي چې سوله دې، د سیاسي معاملو قرباني نه شي او په دې منځ کې د ښځو حقونه له پامه ونه غورځول شي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع د هېواد لومړۍ مېرمنې سلاکارې، زهره یوسفي او د ولسمشر پخوانۍ سلاکارې، عادله بهرام نظامي سره خبرې شوې دي.