Skip to main content
وروستي خبرونه
محور

محور: د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر په توګه د ملابرادر معرفي کېدل

 طالبان وايي چې ملاعبدالغني برادر د شیرمحمد عباس ستانکزي پر ځای د قطر سیاسي دفتر مشر او همدارنګه د طالب ډلې د مشر ملاهبت الله اخندزاده د درېیم مرستیال په توګه وګمومارل شو.

طالبانو همدارنګه د دغې ډلې د ځينو کمېسیونونو په مشرتابه کې د پراخ بدلون خبر هم ورکړی او د ځينو ولایتونو لپاره یې نوي والیان هم معرفي کړي دي.

طلوع نیوز داسې اسناد ترلاسه کړي چې په ظاهراً د دغې ډلې د مشرتابه پرېکړې څرګندويي کوي.

ملاعبالغني برادر، د طالب ډلې یو له بنسټ اېښودونکو څخه دی. هغه د ملا عمر مرستیال هم پاتې شوی دی.

ملا برادر، په ۲۰۱۰ کال کې د پاکستان او امریکا د استخباراتو لخوا پاکستان کې ونیول شو او د ۲۰۱۸ کال تر اکټوبره بندي و.

په دغې خپرونه کې کوربنې صدف امیري په دې اړه خپلو مېلمنو قاضي حسن حقیار او سیاسي چارو شنوونکي اجمل بلوچ سره بحث او خبرې اترې کړې دي.

شریک یي کړئ

موږ په فېسبوک کې ومومئ

@Tolonews

د طلوع نیوز توییترپاڼه

@Tolonews