محور
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
محور: د عدلي مرکز پر کارکوونکو د برید په تړاو غبرګونونه
د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد د عدلي مرکز او د بګرام توقیف خونې کارکوونکو باندې برید د سولې "دښمنانو" کار بللی دی.
تېره ورځ د عدلي مرکز او د بګرام توقیف خونې کارکوونکي د کابل ده سبز ولسوالۍ سیمه کې برید وشو او پنځه تنه ووژل شول.
تر اوسه د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
خلیلزاد ویلي پر څارنوالانو او د بندیانو ازادولو کې د ښکېلو غړو وژل کېدل باید په جدي توګه وڅېړل شي او عاملانو ته یې سزا ورکړل شي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.