محور: د غني له فرمان سره د عبدالله مخالفت
د ملي پخلاینې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په یوې اعلامیه کې د دغې شورا د جوړښت په هکله وايي چې د ملي روغې جوړې شورا جوړښت، د دغې شورا د رییس له واکونو څخه دي او د ولسمشر فرمان ته اړتیا نه لري.
ښاغلي عبدالله په اعلامیه کې د ۱۳۹۹ کال د غوايي ۲۸ سیاسي هوکړه لیک «ب» بند ته په نغوې سره چې د دغې شورا د رسمیت او جوړښت په هکله یادونه شوې ده راغلي دي:«د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس له ولسمشر، لوریو، سیاسي مشرانو، د ملي شورا له رییسانو، مدني ټولنې، او د هېواد له پوهانو سره په مشورې، دا شورا جوړه کړي.»
عبدالله عبدالله وايي چې د ملي روغې جوړې عالي شورا ترکیب باید ملي، جامع او ټول ګډونه وي او په دې لړ کې له مشرانو او له بېلابېلو سیاسي - مدني بهیرونو سره سلامشورې مخکې پيل شوې دي او د وروستي کېدو په حال کې دي.
په دغې خپرونه کې کوربه یاسر ابرار په دې اړه له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې کړې دي.
مېلمانه:
د ولسمشر د دویم مرستیال سلاکار، صادق باقري
عبدالله عبدالله ته نږدې کس، پاینده محمد حکمت
د پوهنتون استاد، ضیاء رفعت