محور
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
محور: د مرکزي بانک کارکوونکو غوښه کولو باندې بحث
مرکزي بانک د اجمل احمدي له خوا د دغه بانک د لوړپوړو چارواکو د ګوښه کولو د نیوکو پر غبرګون کې وايي چې دا د بانک عالي شورا پرېکړه وه چې دغه کسان له دندو ګوښه کړل شي.
اجمل احمدي په خپله ټويټرپاڼه او همداراز د افغانستان بانک د څوو اعلامیو په خپرولو سره ویلي چې، د دغه بانک څلور چارواکي د فساد د اوو دوسیو له څېړنو وروسته د بانک د عالي شورا د پرېکړو پر بنسټ ګوښه کړای شوي دي.
په دې اعلامیو کې راغلي چې، د دغو ګوښه کولو د لامل په اړه ولسمشر ته هم رپوټ ورکړی شوی دی.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د مرکزي بانګ پخوانی مالي امر، سید یونس سادات
د رونتیا بنسټ رییس، سید اکرام افضلي
د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسیون غړی، عبدالروف انعامي
د بانکولی او مالي چارو کارپوه، سیرقریشي