گوناگون
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
کرونا: د کرونا ازمایښت لپاره د خصوصي روغتونونو نامالوم ظرفیت
د دې سربېره چې د پلازمېنې په ځينو خصوصي روغتونونو کې پر کووېد نولس ناروغۍ د شکمنو کسانو معاینې پیل شوې دي، د عامې روغتیا وزارت وايي چې تراوسه مشخصه شوې نه ده تر کومه بریده دغه روغتونونه د ناروغانو د معاینې وس او وړتیا لري.
عامې روغتیا وزارت درې ورځې مخکې اعلان وکړ چې په هېواد کې د کورونا ویروس د زیاتوالي له امله خصوصي روغتونونه هم کولای شي د ناروغانو معاینات وکړي - هغه کار چې له دې مخکې یوازې څو معدودو دولتي روغتونونو د هغه اجازه لرله.
تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت ویلي و چې خصوصي روغتونونه له تخنیکي پلوه د کووېډ نولس ناروغانو د پېژندلو توان او ظرفیت نه لري. د دغه وزارت په وینا په هېواد کې د کورونا ویروس هره معیاري معاینه تر پنځوسو ډالرو لګښت غواړي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.