د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۹ د تلې ۱۶ مه نېټه
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې د افغانستان د سولې مذاکرات په کلونو کې نه باید په میاشتو کې پایلې ته ورسېږي.
ښاغلي خلیل زاد دا څرګندونې له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې کړي دي. هغه همدارنګه د تاوتریخوالي پر زیاتوالي سخته نیوکه کوي او وايي چې د بهرنیو په وړاندې د طالبانو د بریدونو بندون او د افغانانو پر وړاندې د بریدونو دوام ورته عجیب دی.