د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۹ د تلې ۱۸مه نېټه
د ملي مصالحې د عالي شورا رییس، عبدالله عبدالله هند ته د خپل سفر په څلورمه ورځ ددغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر، جې شنکر سره ولیدل.
دغه لیدنه نن(جمعه د تلې په ۱۸مه نېټه) نوي ډيلي کې ترسره شوه او د هند د بهرنیو چارو وزیر د افغان سولې بهیره ملاتړ کړی.
ښاغلي شنکر ویلي دي چې هند د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له بهیر سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
د ملي مصالحې د عالي شورا په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ښاغلي شنکر د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیره د خپل هېواد ملاتړ څرګند کړی دی او ویلي یې دي چې افغانستان کې سوله په سیمه کې د سولې په مانا ده.