د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۹ د تلې ۲۳مه نېټه
په دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي سرچینې وايي چې د دغه او طالبانو د پلاویو د تماس ډلو ترمنځ وروستۍ غونډه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت غړو د سولې بهیر کې له اوسني بندون څخه د تېرېدو لپاره پر مېز نوي وړاندیزونه وړاندې کړي دي.