د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۹ د لړم ۱۹مه نېټه
سولې ته د رسېدو او د تاوتریخوالیو کمښت په هيله د سولې خبرو په درشل کې سیګر په خپل تازه راپور کې وايي چې تېرو ۳ میاشتو کې په افغانستان کې ۸۷۶ ملکي کسانو ژوند بایللی او ۶۸۵ نور ټپيان شوی دي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګر راپور پر بنسټ طالبانو له امریکا سره د سولې تړون د روحیې پرخلاف تاوتریخوالی زیات کړی دی.