د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو رامنځه ته شو – نشر ته چمتو شو: وروستی
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۹ د لړم ۲۹مه نېټه
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان چې نن کابل ته راغلی و؛ وايي، افغانستان کې د جګړې کمېدو او اوربند ټینګېدو لپاره چې هر څه ته اړتیا وي، اسلام اباد به یې وکړي.
عمران خان وویل، پر سوله مذاکراتو سره سره، د جګړې زور اخېستل د اندېښنې خبره ده. ولسمشر غني هم وایي، چې د جګړې زور اخېستل د منلو نه دي او د افغانستان د خلکو غوښتنه ده چې اوربند ټینګ شي.