د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۹ د کب ۱۳مه نېټه
د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره د انتقالي پېر د رامنځته کېدو په هکله د بحثونو له تودېدو سره هم مهاله، د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ټينګار کوي چې پر بدیلو لارو چارو سلامشورې روانې دي.
ښاغلي محب چې نن چهارشنبې په کابل کې د امنیتي ځواکونو د نندارتون په وروستۍ ورځ وینا کوله، وویل هره طرحه چې د سولې لپاره وړاندې کېږي باید د واقعي سولې ضمانت وکړي.
هغه ټینګار وکړ چې په دې برخه کې باید نړیواله ټولنه او طالبان ضمانت ورکړي:«د بېلابېلو بدیلونو په هکله پر بحث بوخت یوو، خو مهمه موضوع دا ده چې طالبان پر سولې نه بلکې پر جګړې بوخت دي.»