د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۴۰۰ د وري ۱۱مه نېټه
له اداري فساد او درنو جرمونو سره د مبارزې ابتدایه محکمه وايي چې دغه بنسټ په امریکا کې د افغانستان سفارت د دېوال جوړولو په هکله د لویې څارنوالۍ تور د مسلکي او څېړنیزو نیمګرتیاوو له امله رد کړ.
د دغې محکمې په وینا، د دغه تور دوسیه بېرته لویې څارنوالۍ ته استول شوې ده.
په دغې دوسیه کې چې رسنیو ته رسېدلې، ادعا شوې چې د مالیې پخواني وزیر همایون قیومي، د ولسمشر مخکیني سلاکار شاد محمد څرګند او په امریکا کې د افغانستان سفیرې رویا رحماني، په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت د یوه دېوال د رغولو په پروژه کې ۷۹۰ زره ډالره اختلاس کړی دی.