د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۴۰۰ د وري ۱۷مه نېټه
۹ کلن بلخي ماشوم عبدالرووف چې څه باندې پنځه میاشتې مخکې مزارشریف ښار کې د تښتوونکو له خوا تښتول شوی، کورنۍ یې وايي چې اوس د دغه ماشوم دوسیه ډېره پېچل شوې او حکومت هم په دې وروستیو کې د هغه په هکله هېڅ معلومات نه لري.
د عبدالرووف پلار محمد نبي طلوع نیوز ته د هغو دوو تنو انځورونه سپارلي دي چې د زوی پر تښتولو یې ترون دي. او وايي چې دوی د طالبانو له خوا نیول شوي دي.