د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۴۰۰ د غوايي ۱۲مه نېټه
امنیتي سرچینې وايي چې طالبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ۲۰ ولایتونو کې څه باندې ۱۴۱ د امنیت ضد کړنې او خوځښتونه لرلي دي.
ډېری دغه خوځښتونه په ارزګان، زابل، بغلان، کندهار، ننګرهار، بدخشان او تخار کې ثبت شوې دي.
بلخو طلوع نیوز ته رسېدلي رپوټونه د دې ښودنه کوي چې یوازې په تېره یوه شپه او ورځ کې د طالبانو بریدونو کې د تخار د رستاق ولسوالۍ د ولسي پاڅون کوونکو د قومندان پیرم قُل په ګډون ۲۰ تنه وژل شوي دي.
بلخوا هغه شمېرې چې طلوع نیوز راغونډې کړې دي د دې ښودنه کوي چې په تېره یوه میاشت کې ۴۳۸ ولسي وګړي وژل شوي دي.