د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۴۰۰ د غبرګولي ۲۵مه نېټه
د نیمروز پر خاشرود ولسوالۍ د طالبانو په برید کې د دغې ولسوالۍ بازار پر کنډواله بدل شوی دی. په دغه بازار کې د هستوګنې ډېری کورونه او هټۍ د توغندیو په لګېدو سره ویجاړ شوي دي.
د خاشرود ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، کورونو ته یې اور ورته شوی او خپله ټوله هستي یې له لاسه ورکړې ده.
د نیمروز سیمه ییز مسوولین وايي، پر خاشرود ولسوالۍ د طالبانو په برید کې د دغې ولسوالۍ بازار ته په میلیونونه افغانۍ تاوان اوښتی دی.
د نیمروز د خاشرود ولسوالۍ اوسېدونکی ګل احمد وايي:«د هټۍ له لارې مې خپلو بچیانو ته نفقه برابروله؛ خو اوس مې هټۍ سوځېدلې ده.»
د خاشرود د جګړې په اور کې یو جلد قرآنکریم هم سوځېدلی دی.
په دې اړه مو اندونه