د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۴۰۰ د چنګاښ ۱۴ مه نېټه
ځايي سرچینې د بدخشان له اوو ولسوالو، د کندهار له دوو ولسوالیو او د هلمند او پروان د یوې یوې ولسوالیو له مرکزونو د وتلو خبر ورکوي.
له دې منځه د بدخشان د دغه ولایت د مرکز امنیت اندېښمنوونکی ګڼي.
بلخوا ملي دفاع وزارت وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې د دولتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې کابو ۲۵۰ طالبان وژل شوي دي.
د بدخشان مایمي، نسي، شکي، خواهان، اشکاشم، شهدا او یاوان، د کندهار نېش او میانشین، د هلمند ناوه او د پروان شینواري هغه ۱۱ ولسوالۍ دي چې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د طالبانو لاسته لوېدلي دي.
په دې اړه مو اندونه