د شپني خبرونه
له طلوع-نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۴۰۰ د وږي ۲۸مه نېټه
د سرپرستې کابینې د پوهنې وزارت د جمعې په ورځ په یوې اعلامه کې اعلان وکړ چې په هېواد کې د هلکانو ښوونځي بیا پرانیستل کېږي، خو د نجونو د ښوونځیو په هکله یې څه ونه ویل؛ هغه پرېکړه چې د ځينو زده کوونکو او ښوونکو په وینا په مېلیونه زده کوونکې نجونې په بې برخلیکۍ کې پاتې دي.
هغه هلکان چې، ښوونځي ته راغلي هم له پوهنې وزارته غواړي چې، د نجونو ښوونځي پرانیزي او نجونو ته هم اجازه ورکړي چې، ښوونځیو ته ولاړې شي.
په دې اړه مو اندونه