د شپني خبرونه
له طلوع-نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه د ۱۴۰۰ لمریز کال د لړم ۰۴ نېټه
ټاکل شوې ده چې سبا د ایران په کوربتوب د سیمه ییزو هېوادونو غونډه جوړه شي او دغه غونډه به د دغه هېواد د ولسمشر ابراهیم رییسي له خوا پرانیستل شي.
کابل کې د ایران سفارت وایي چې، د افغانستان په هکله غونډه کې به هڅه وشي چې د بېلابېلو موضوعګانو په هکله د سیمې هېوادونو ګډ لید لورې په یوې اعلامیه کې اعلان شي.
په دې غونډه کې به پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي مسایلو او د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو خبرې وشي. ټاکل شوې ده چې د غونډې په پای کې ګډونوال هېوادونه یوه ګډه اعلامیه هم خپره کړي.
په دې اړه مو اندونه