د شپني خبرونه
له طلوع-نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه د ۱۴۰۰ لمریز کال د لیندۍ ۰۸ نېټه
په قطر کې د اروپايي ټولنې د استازو او د اسلامي امارت د پلاوي ترمنځ په دوه ورځنۍ غونډه کې، د بېلابېلو مسایلو په هکله له هغې ډلې د امنیت، له ترهګرۍ سره د مبارزې، بشري حقونو، د پراخ بنسټه حکومت او د بشرپاله مرستو په هکله بحث او خبرې اترې وشوې.
اروپايي ټولنې په یوې خبرپاڼه کې د اسلامي امارت له چارواکو سره د اروپایي ټولنې د استازو د دوه ورځنیو خبرو جزییات خپاره کړل، د اروپايي ټولنې د خبرپاڼې له مخې، په دغو خبرو کې د بهرنیو وګړو او هغو افغان وګړو پر خوندي وتلو هم خبرې شوې دي چې غواړي افغانستان پرېږدي.
په دې اړه مو اندونه