د شپني خبرونه
له طلوع-نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه د ۱۴۰۲ لمریز کال د غبرګولي ۰۹مه
د خوړو نړۍوال پروګرام او د ملګرملتونو د خوړو او بزګرۍ سازمان، د افغانستان په ګډون په ۲۲ هېوادونو کې د روان کال تر نوامبره د خوړو د سختې نا امنۍ په هکله ګواښ کړی دی.
د ملګرو ملتونو سازمان موندنې ښيي چې د بهرنیو مرستو کموالی، د صادراتو کموالی، د ښځو د کار بندیز او وچکالۍ په افغانستان کې د خوړو د سختې ناامنۍ له لاملونو څخه دي.