د شپني خبرونه
له طلوع-نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه د ۱۴۰۲ لمریز کال د وږي ۳۱مه
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی آصف علي دراني او مل پلاوی یې د پنجشنبې پر ورځ له ماسپښین وروسته کابل ته راغلل.
د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دواړو لورو د امنیتي مسایلو، د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان کډوالو د نیولو او سوداګریزو موضوعاتو په تړاو خبرې کړې دي.