د شپني خبرونه
له طلوع-نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د طلوع نیوز د ۷ بجو خبرونه - د ۱۴۰۳ لمریز کال د غبرګولي ۲۶مه
د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې رییسې سیما باهوس، په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو د نجونو د زرو ورځو له محرومیت سره هممهاله ویلي چې، د افغان ښځو د حقونو، ازادۍ او غږ سلبېدل دوام لري.
مېرمن باهوس پر اېکس خواله رسنۍ، د ښځو د حقونو لپاره مبارزه یو ټولیز مسوولیت بولي او ټینګار کوي چې، افغان نجونې باید په دې برخه کې له پامه ونه غورځول شي.