د شپني خبرونه
له طلوع-نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د طلوع نیوز د ۷ بجو خبرونه - د ۱۴۰۳ لمریز کال د غبرګولي ۲۹مه
د اسلامي امارت ویاند له یوناما څخه غوښتي چې د امنیت شورا په راتلونکې غونډه کې د افغانستان واقعیتونه په ډاګه کړي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د تعامل رامنځته کول د یوناما له مسوولیتونو بولي او زیاتوي چې د افغانستان د ناسم انځور وړاندې کول په خپل ماموریت کې د یوناما د ناکامۍ یو لامل دی.