د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د اوو بجو خبرونه، ۱۳۹۹ د غوايي ۳۱مه نېټه
تړوني حکومت چې د اشرف غني او عبدالله عبدالله د سیاسي هوکړه لیک په لاسلیک سره رامنځته شوی، له جوړښتي پلوه له ملي یووالي حکومت سره څه توپير لري.
ملي یووالي حکومت په ۲۰۱۴ز کال کې د اشرف غني او عبدالله ترمنځ د هوکړه لیک په پایله کې رامنځته شو.
په اوسنۍ سیاسي هوکړه کې د حکومت کابینه په پنځوس پنځوس توګه وېشل شوې ده او په ځینو نورو برخو کې په ځانګړې توګه د والیانو په ګومارلو کې هم دواړه مشران به خپل د خوښې څېرې وګوماري.