د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۷ د چنګاښ ۱۵مه نېټه
د بندخونو د چارو تنظیم اداره وايي چې د پنځه زره طالب بندیانو له ډلې چې ټاکل شوې وه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک پربنست ازاد شي، افغان حکومت ۵۹۷ تنه به ازاد نه کړي.
د دغې ادارې رییس احمد راشد طوطاخېل رییس وايي هغه نوملړ چې د بندیانو د ازادولو لپاره افغان حکومت ته سپارلی دی، د هغو کسانو نومونه لیدل کېږي چې په جنايي او اخلاقي جرمونو بندیان شوي دي.