د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۸ د زمري ۱۸مه نېټه
قطر کې د طالبانو د دفتر غړی ملاخیرالله خیرخواه وايي چې شونې ده له لوی اختر وروسته هم د طالبانو او امریکې ترمنځ خبرې دوام وکړي.
د طالبانو دغه غړۍ همدارنګه وايي چې شونې ده د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، له اختر وروسته (د راروانې یکشنبې په ورځ) دوحې ته راشي او د ملګرو ملتونو سازمان، د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان او د ګاونډیو هېوادونو د استازو په حضور کې د طالبانو او امریکې ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک کړي.