د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو رامنځه ته شو – نشر ته چمتو شو: وروستی
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۸ د زمري ۲۴مه نېټه
د امریکې او طالبانو ترمنځ د سولې په اړه د احتمالي هوکړې او همدارنګه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو په درشل کې، ځينې جهادي مشران ګواښ کوي کهچېرې د سولې ښه هوکړه ترلاسه نه شي شونې ده چې کورنۍ جګړې پيل شي.
له دې ډلې محمد اسماعیل خان وايي چې حکومت او هغه کسان چې سیاسي ادارې لري باید په یاد ولري چې د افغانستان خلک له ځان سره په مېلیونونه وسلې لري.
د جمعیت اسلامي دغه لوړپوړی غړی ګواښ کوي په هغه صورت کې چې د سولې په خبرو اترو کې ټولې غوښتنې مطرح نه شي او لوري د خپلو ژمنو د عملي کولو لپاره تضمین ورنه کړي، د دغې سولې پایلې به ډېرې خطرناکې وي.