د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۸ د سلواغې ۲۴مه نېټه
له قطره، د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د خبرو له ځایه، داسې خبرونه خپاره شوي چې تېره ورځ(چهارشنبې د سلواغې په ۲۳مه نېټه) د دواړو خواوو استازو د سولې بهیر په اړه دولس ساعته ناسته درلوده .
اوس "سي ان ان" ټلویزیون د امریکا د دفاع وزارت د دوو چارواکو چې له دغو خبرو مالومات لري له قوله راپور ورکړی چې، امریکا غواړي له طالبانو سره د سولې هوکړه راتلونکې یوې اوونۍ په اوږدو کې لاسلیک کړي.