د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۸ د لړم ۲۲مه نېټه
ولسي جرګې له بنده د حقاني شبکې د دریو مهمو غړو انس حقاني، مالي خان او حافظ رشید د خوشې کولو له کبله پر حکومت سختې نیوکې کوي.
د جرګې ځینو غړو (چهارشنبې د لړم په ۲۲مه نېټه) ویلي چې لوی څارنوال دې د حقاني شبکې د دغو دریو غړو د خوشې کېدو د څرنګوالي په تړاو عمومي مجلس ته د ځواب لپاره راوغوښتل شي.