د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۸ د لیندۍ ۸مه نېټه
په کابل کې نن (جمعه د لیندۍ ۸مه) د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې د پلویانو اعتراضونو، غبرګونونه پارولي دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون چې د عبدالله عبددلله له خوا په ناقانونه کړنو تورن شوی، دغو اعتراضونو ته په نغوتې سره وايي، ټولې پرېکړې یې قانوني دياو د هېچا زور ته به تسلیم نه شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال عصمت الله مل په دې اړه وايي:«د ټاکنو خپلواک کمېسیون د هېواد نافذه قوانینو او د ټاکنو قانون، ته په پام کې نیولو سره، د خپل ټول کارونه لوایح او کړنلارې د قانون په سمون کې ترسره کوي.»