د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو رامنځه ته شو – نشر ته چمتو شو: وروستی
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۸ د مرغومې ۱۲مه نېټه
طالبانو ته نېږدې سرچینې مني چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ به د سولې هوکړې له لاسلیک سره لنډمهاله اوربند هم عملي شي.
ویل کېږي چې د هوکړې له مخې به ښارونو کې ځانمرګي بریدونه نه ترسره کیږي، پر لویو ښارونو به برید نه کیږي او همداراز د هېواد لویې لارې به هم نه تړل کېږي.
همداراز ویل شوي دي چې په پاکستان کې د طالبانو ډلې مشرتابه د قطر دفتر له یوه پلاوي سره له سلامشورو وروسته له امریکا سره د سولې د موافقې له لاسلیک سره په یو وخت په افغانستان کې د لنډې مودې لپاره د تاوتریخوالي د کمولو په اړه هوکړې ته رسیدلي دي.