د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۸ د وږي ۱۵مه نېټه
د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس الیوټ انګل په یوه لیک کې، د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي غوښتي چې دغې کمېټې ته په اصولو کې له طالبانو سره هوکړې ته رسېدو په اړه توضیحات ورکړي.
د ښاغلي انګل په لیک کې چې د جمعې په ورځ (د وږي په ۱۵مه) امریکايي رسنیو ته رسېدلي، د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت څخه غوښتل شوي چې د ښاغلي خلیلزاد د احضار په وړاندې خنډ جوړولو څخه لاس واخلي او هغه د توضیح لپاره د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته واستوي.