د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۸ د چنګاښ ۱۵مه نېټه
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې له طالبانو سره د خبرو اترو اووم پړاو چې له شپږو ورځو راهیسې په دوحه کې جریان درلود، د دوه ورځو لپاره درول شوی دی.
ښاغلي خلیلزاد قطر کې له طلوع نیوز سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي چې دا ځنډ د «افغانانو ترمنځ غونډې» لپاره ده چې ټاکل شوې د یکشنبې او دوشنبې په ورځو دوحه کې ترسره شي رامنځته شوی دی او همدارنګه ټاکل شوې ده چې د جولای په نهمه (د چنګاښ په ۱۸مه) بېرته پيل شي.