د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۹ د وري ۱۵مه نېټه
د هرې ورځ په تېرېدو سره په هېواد کې د کرونا ویروس ګواښ مخ په زیاتېدو دی او د هغه د خپرېدو لمن نویو ولایتونو ته خورېدو په حال کې ده.
د عامې روغتیا وزارت نوې شمېرې ښيي، چې تر اوسه په ټول هېواد کې د کوویډ ۱۹ یا کرونا ویروس ۲۷۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو او د کووېډ۱۹ ناروغۍ له امله د مړو په شمېر کې د هرې ورځې په تېرېدو سره ډېروالی راځي.
د کووېډ۱۹ ناروغۍ تازه قربانیان په هرات کې یو ۷۰ کلن نارینه او په دایکندي کې یوه ۶۵کلنه ښځه دي.