د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۹ د وري ۲۰مه نېټه
په افغانستان کې د کرونا وایرس مثبتې پېښې ۴۴۴ ته ورسېدې.
د عامې روغتیا وزارت ورځ تر بلې د کوویډ ۱۹ ناروغۍ پراختیا ته په اندېښنه وايي، چې د دغه وایرس پر وړاندې بې غوري به لوی ناورین راپورته کړي.
په همدې حال کې د امیري روغتون د یو ډاکټر له مړینې وروسته عامې روغتیا وزارت د دغه روغتیايي مرکز دروازې تړلې دي.